شنبه , دسمبر 5 2020
کور / خبرونه / افغانستان / کډوالو ته د وتلو په شرط دپيسو ورکړه رشوت ته ورته کړنه ده

کډوالو ته د وتلو په شرط دپيسو ورکړه رشوت ته ورته کړنه ده

افغان چارواکو له آروپا غوښتي چې په جبر دي له خپلي خاوري افغانان نه شړي. بل خوا د کډوالو مرستندويه ادارې وايي د وتلو په شرط کډالو ته د پيسو ورکړه رشوت ته ورته کړنه ده چې کډوال پرې تېرايستل کېږي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي، تېر کال یې له جرمني سره تړون لاسلیک کړی چې پر بنسټ یې هغه افغانان چې د پنا غوښتنه یې نه منل کېږي، کرار – کرار پخپله خوښه افغانستان ته واستوي.

حکومت وایي ملک کې نا امني ده نو ځکه دغه غوښتنه کوي.

د ۲۰۱۷ له پیله تر اوسه څه باندې ۷۰۰ افغان کډوال له اروپایي هیوادونو، په ځانګړي ډول له جرمني بېرته افغانستان ته استول شوي دي.

افغان حکومت پر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د ډیسمبر په ۶مه، ۲۷ افغان کډوال چې په جرمني کې یې د پنا غوښتنه نه وه منل شوې، بېرته افغانستان ته واستول شول.

که څه هم د روان کال په مۍ میاشت کې په کابل کې تر خونړۍ پېښې وروسته، جرمني په زور د افغان کډوالو د استولو لړۍ ځنډولې وه، خو دا تر هغې پرېکړې وروسته د افغان کډوالو دویمه جوپه ده چې له جرمني افغانستان ته استول کېږي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت ویاند حفیظ میاخېل وایی ، دغه نوي استول شوي کډوال د هغه افغان کډوالو په ډله کې نه دي چې جرمني یې د دوسیو د بیا د څېړلو ژمنه کړې وه.

د نوموړي په خبره، هغه معلومات چې جرمني له افغان حکومت سره شریک کړي، په بېرته استول شويو کسانو کې درې کټګورۍ افغانان شته:

“لومړۍ هغه ډله افغانان دي چې د جرمني په خبره د دغه هېواد امنیت ته یې ګواښ پېښ کړی و، دویم هغه ډله افغانان دي چې جرمونه یې کړي وو او درېیمه ډله یې هغه دي چې د خپل هویت په اړه یې له معلوماتو ور کولو ډده کړې وه.

جرمني ته د کډوالو د ور تګ مخنيوى يا يي شمېر کمول د ټاکنيزو هلو ځلو اصلي او مهمه موضوع وه.

اوس دغه هېواد، هغو پنا غوښتونکو ته د ډېرو پيسو د ورکړې ژمنه کړې چې بېرته خپلو هېوادونو ته ستنېږي.

د نوي پروګرام له مخې اوس به هرې بېرته ستنېدونکې کورنۍ ته ۳۰۰۰ یورو او هر مجرد ستنېدونکي ته ۱۰۰۰ یورو ورکول کېږي.

خو کډوال پلوې او مرستندویه موسسې وایي، دا د رشوت یا بډو ورکړې ته ورته کړنه ده او د کډوالو د تېرایستنې لامل ګرځي.

د رسمي شمېرو له مخې له ۲۰۰۲ کال راهیسې تر ۷ میلیونو ډېر افغانان هېواد ته ستانه شوي، خو لا هم د نړۍ په څه باندې ۵۶ هېوادونو کې ۶ میلیونه افغانان کډوال دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: