دوشنبه , سپتمبر 28 2020
کور / خبرونه / کیرلا کینګز لوبډله د لس اوریزو سیالیو اتله شوه

کیرلا کینګز لوبډله د لس اوریزو سیالیو اتله شوه

د کرېکټ نړیوالو لس اوریزو سیالۍ پایلوبه د کیرلا کینګز لوبډلې وګټله، او د لس اوریزو لومړی جام یې پخپل نوم کړ.

د دولت ځدراڼ ”پنجابي لیجنډز” او ګلبدین نایب ”کیرلا کینګز” لوبډلو ترمنځ د یکشنبې په ورځ په شارجه نړیوال لوبغالي کې پایلوبه ترسره شوه چې کیرلا لوبډلې پنجاب لوبډلې ته په ۸ ویکټو ستره ماتې ورکړه.

پنجاب لوبډلې لومړۍ توپ وهنه وکړه او د ۱۰ اورونو په لوبولو سره د ۳ لوبغاړو په سوځیدلو ۱۲۰ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا د نیوزیلنډ لوک رونکي چټکه لوبه وکړه او په ۵ شپږیزو او ۵ څلوریزو سره یې ۷۰ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې کیرلا لوبډلې د ۸ اورونو په لوبولو سره د ۲ لوبغاړو په سوځیدلو ټاکلی هدف پوره کړ.

ددوی لخوا ایون مورګن مهمه لوبه کې د یاد لیګ تر ټولو چټکه پنځوسیزه ووهله، او د ۶ شپږیزو او ۵ څلوریزو پر مټ یې په ۲۱ توپونو ۶۳ منډې جوړې کړې او وسوځید، همدارنګه سټرلینګ په چټکې لوبې کولو سره د ۵ شپږیزو او ۳ څلوریزو په زور ۵۲ منډې جوړې کړې.

دولت ځدراڼ په ۱ اور کولو سره ۲۱ منډې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځوه، خو له دې وړاندې لوبه کې یې ۲ مهم لوبغاړي سوځولي و.

له دې وړاندې په لومړۍ نیمه پایلوبه کې د کیرلا کینګز لوبډلې مراټها عربینز ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار ومونده، په دوهمه نیمه پایلوبه کې پښتون لوبډلې له پنجاب لوبډلې ستره ماتې وخوړه او له سیالۍ بهر شوه، دا د پښتون لوبډلې لومړۍ ماتې وه، چې لامل یې د محمد نبي نه لوبیدل بلل کیږي، ځکه چې په لوبه کې دوی کوم داسې اقتصادي توپ اچونکی ونه وموند.

د یادونې وړ ده چې دغه سیالۍ په نړیوال کرېکټ کې په لومړي ځل ترسره شوې چې په کې یو شمیر افغان لوبغاړو شرکت کړی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: