سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / یمن د سعودي څلور پوځيان په جازان سیمه کې وژلي دي

یمن د سعودي څلور پوځيان په جازان سیمه کې وژلي دي

یمن د سعودي څلور پوځيان په جازان سیمه کې وژلي دي

د سعودي عربستان جنوب کې يمن پولې ته څېرمه څلور سعودي پوځيان له حوثي ملېشو سره په جګړه کې وژل شوي دي.

سعودي رسنيو ويلي، چې جنوبي جازان سرحدي ولايت کې يې د يمن پولې ته څېرمه د حوثي شیعه وسله والو ملېشو پر مرکزونو بمبارۍ کړي، خو د حوثیانو رسنيو بيا ويلي، چې جازان سيمه کې يې څلور سعودي پوځيان وژلي دي.

حوثيانو په دې وروستيو کې يو ځل بيا ګواښ کړی و، چې د سعودي له لوري د يمن د کلابندۍ په غبرګون کې به د سعودي او متحده عربي اماراتو هوايي ډګرونه او سمندري بندرونه په توغنديو وولي.

تېره مياشت هم حوثي ملېشو په دوو جلا جلا بريدونو کې دولس سعودي پوځيان وژلي وو.

رسمي شمېرې وايي، چې يوازې د تېر می مياشت راهيسې ۶۱ سعودي عسکر د حوثي ملېشو په بريدونو کې وژل شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې د ۲۰۱۵  کال له پيله سعودي عربستان د يو شمېر عربي هېوادونو په مشرۍ يمن کې د نسکور شوي ولسمشر عبد ربه منصور هادي د قانوني حکومت د بېرته قايمولو لپاره يمن کې پوځي عمليات پيل کړي او د سعودي په مشرۍ  ايتلافي پوځيان د يمن لنډمهالې پلازمېنې عدن ته له پوځي وسايلو سره رسېدلي دي.

عربي رسنۍ وايي، چې دغه ايتلافي پوځيان د سمندري بندرګاه او قصر المعاشیق سيمو پر لور د پرمختګ په حال کې دي.

د سعودي عربستان په مشرۍ د ايتلافي هېوادونو چارواکي وايي، چې د منصور هادي د قانوني حکومت تر قايمولو او د حوثي ملېشو تر بشپړو ځپلو به دغه عمليات روان وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: