دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / یوناما:په هوایي بریدونو کې د ملکیانو مرګ ژوبله لوړه شوې ده

یوناما:په هوایي بریدونو کې د ملکیانو مرګ ژوبله لوړه شوې ده

یوناما:په هوایي بریدونو کې د ملکیانو مرګ ژوبله لوړه شوې ده

په افغانستان کې د هوايي بریدونو له امله ملکي مرګ ژوبله زیاته شوې ده. د یوناما د راپور له مخې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونه ډېر شوي دي چې ورسره جوخت د ملکي وګړو د تلفاتو کچه هم لوړه شوې ده. په راپور کې راغلي چې د روان میلادي کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې ۲۰۵ ملکي افغانان وژل شوي او ۲۶۱ نور ټپیان دي. چې د تېر په پرتله ۵۲ سلنه لوړوالی ښيي. بل لور ته د ملکي وګړو د خوندیتوب ګروپ بیا ویلي، چې یوازې په تېره میاشت کې د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې ۱۰۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۸۱ نور ټپیان شوي دي. امریکا وايي چې یوازې په اګسټ میاشت کې یې پر وسله والو ډلو ۷۵۱ هوايي بریدونه کړي دي. یوناما دا هم وايي چې د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ له لومړۍ څخه د سپتمبر تر وروستۍ نیټې پورې ۲۶۴۰ ولسي افغانان وژل شوي او ۵۳۷۹ نور زخمیان شوي دي چې په دوې کې ۲۰ فیصده تلفات افغان ځواکونو او بهرنیو ځواکونو او ۶۴ یې د افغان حکومت مخالفانو اړولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *