جمعه , سپتمبر 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / یوه ټپي امریکايي سرتیري په روغتون کې سا ورکړې

یوه ټپي امریکايي سرتیري په روغتون کې سا ورکړې

د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت تېره شپه ناوخته په یوه بیان کې وویل چې دا سرتیری له دوو نورو امریکايي پوځیانو سره په ننګرهار ولایت کې د موټر د ټکر په پېښه کې ټپي شوی او تر درملنې لاندې و.

په بیان کې د دې پېښې نېټه نه ده ښودل شوې خو ویل شوي چې دا پېښه د وسله والو مخالفینو د حملې په نتیجه نه ده شوې او د دوو نورو ټپیانو علاج اوس هم روان دی.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن پر دې پېښه خواشیني څرګنده کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: