شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / یوې محکمې د هغې ملا د ازادیدو امر کړیدی چې امریکا یې په ټرورزم کې د ککړتیا په تور غواړي

یوې محکمې د هغې ملا د ازادیدو امر کړیدی چې امریکا یې په ټرورزم کې د ککړتیا په تور غواړي

یوې محکمې د هغې ملا د ازادیدو امر کړیدی چې امریکا یې په ټرورزم کې د ککړتیا په تور غواړي

د جماعت الدعوه په مشر حافظ سعید باندې تور دی چې په ٢٠٠٨ کال کې د ممبۍ په حملو کې لاس لري. په دغه حمله کې ١٦٦ تنه وژل شوي و.

په پاکستان کې یوې محکمې د هغې ملا د ازادیدو امر کړیدی چې امریکا یې په ټرورزم کې د ککړتیا په تور غواړي. په دغه ملا د ٢٠٠٨ کال د ممبۍ د حملو تور لگیدلی دی.

حافظ سعید چې د جماعت الدعوه مشر دی، په لاهور کې د دریو میاشتو نه په خپل کور کې نظربند و. د پاکستان حکومت د هغه د نظر بندۍ موده څو ځلې غځولي ده.

د حافظ سعید وکیل محکمې ته ویل چې د هغه نظر بندي د قوانینو سره سمه نده او د ممبۍ په حملو کې د هغه د ککړتیا هیڅ شواهد نشته دی.

د پنجاب د صوبې حکومتي چارواکو د هغه د نظربندۍ د مودی د غځولو خواست کړی و خو محکمې ورسره دغه ونه منله. محکمې وویل چې حکومت د هغه په ضد پوره شواهد نه دی ورکړي.

حافظ سعید به په یو څو ورځو کې خوشی شي.

امریکا د حافظ سعید په هکله د معلوماتو ورکو لپاره د لسو ملینو ډالرو انعام ایښې دی. امریکا غواړي چې هغه ونیول شي او د نړیوال قوانینو سره سم محاکمه شي. امریکا د جماعت الدعوه ډله د ټرورسټو ډلو په لسټ کې شامله کړیده.

د امریکا د بندیزونو باوجود سعید په پاکستان کې ازادانه ژوند کوي او په ورستیو کې یې یو سیاسي گوند هم جوړ کړیدی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *