چهارشنبه , مې 12 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / ۳۰ اسلامي هېوادونو د استانبول سرمشریزه کې د ګډون بلنه منلې

۳۰ اسلامي هېوادونو د استانبول سرمشریزه کې د ګډون بلنه منلې

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خوا قدس د اسرائیلو د پلازمېنې تر منل کېدا وروسته ترکیه د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان بېړنۍ سرمشریزې کوربه توب کوي.

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ شورا ځینې مشران په ترکیه کې سره جرګه وي چې د امریکا د ولسمشر له خوا قدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه له منل کېدو وروسته غبرګون وښيي.

ترکیه یو له هغو هېوادونو و، چې د ټرمپ دا پرېکړه یې وغندله او پروړاندې یې توند غبرګون وښود.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل، اسرائیل یو “ترهګر دولت” دی او پر امریکا یې نیوکه وکړه چې په وینا یې “لاسونه یې په وینو سره دي”.

اوس اردوغان د اسلامي هېوادونو د همکارۍ شورا غړو هېوادونو مشران ورغوښتي، چې په دویمه ورځ د قدس په تړاو یو دریځ اعلان کړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر پر عربي هېوادونو نیوکه کړې، چې د امریکا متحدو ایالتونو پر وړاندې یې “کمزوری او له شرم ډک” دریځ درلود.تېره اونۍ د ټرمپ له خوا قدس ته اسرائیلو کې د امریکا د سفارت لېږدولو په غبرګون کې عربي او اسلامي هېوادونو کې پراخ لاریونونه وشول او له فلسطینیانو سره د همغږۍ په پار لسګونه زره کسانو مظاهرې وکړې.

فلسطیني خاوره کې د ټرمپ د پرېکړې غندلو په پلوۍ مظاهرې وشوې، چې د اسرائیلي پولیسو او فلسطینیانو ترمنځ اخ او ډب کې ځینې کسان ووژل شول او ټپیان شول.

اسرائیلو پر غزې تړانګې بمبار وکړ، چې په وینا یې دا بریدونه یې له دې تړانګې د توغندي له برید وروسته وکړل.

په اخ او ډب او هوايي بریدونو کې څلور فلسطینیان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

ترکي چارواکو ویلي، د ۳۰ اسلامي هېوادونو مشرانو د استانبول سرمشریزه کې د ګډون کولو بلنه منلې ده، چې د ایران ولسمشر حسن روحاني، د اردن پاچا دویم عبدالله، د لبنان ولسمشر میشال عون او د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني یوه ورځ مخکې ورغلي وو.

فرانس پرېس خبري اژانس وايي، د استانبول شرمشریزې ته د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس هم ورغلی.

خو د سعودي د استازي د ورتګ خبره لا نه ده کره شوې.

پر سعودي دا نیوکه هم ده، چې د قدس په تړاو یې د ټرمپ اعلان ته هسې غبرګون ونه ښود، لکه څنګه یې چې باید ښودلی وای.

ګڼو عربي هېوادونو، اروپايي ټولنې او نورو د ټرمپ دا پرېکړه وغندله.

د عربي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له واشنګټن وغوښتل چې د قدس په اړه د شوې پرېکړې لغوه کولو لپاره بېړنۍ غونډه وکړي او پر نړیوالې ټولنې یې غږ وکړ چې فلسطیني دولت په رسمیت وپېژني.

قدس د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ د لانجې مهم ټکی دی، اسرائیل وايي، قدس یې پلازمېنه ده، خو فلسطینیان بیا ختیځ قدس د خپل راتلونکي حکومت پلازمېنه ګڼي چې وايي څو قدس او اقصی جومات د مسلمانانو عبادتځی پاتې شوی.

اردوغان هڅه کوي چې د اسلامي هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړي. هغه انقره کې له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرو کې وویل، اسرائیل اوس “پر اور لا نور تېل اچوي”.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *