دوشنبه , مې 10 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / ۴۰کلنه دوښمني په دوستۍ بدله شوه

۴۰کلنه دوښمني په دوستۍ بدله شوه

په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ څلوېښت کلنه دښمني د ناسمو دودونو له پر ځای کېدو پرته، په دوستۍ بدله شوه.

ننګرهار ولايت هسکې مېنې په ولسوالۍ کې د قومي مشرانو او ديني عالمانو په هڅو د سيد بزرګ او رحمان الله کورنيو ترمنځ څلوېښت کلنې دښمنۍ ته دپای ټکی کېښودل شو. ديني عالمانو او قومي مشرانو وويل، چې يادې دواړه کورنۍ له څلوېښتو کلونو راهيسې د يو بل مرګ پسې وې ،چې په وينا يې د دوی په منځګړيتوب يوه د بلې دوسته شوه او له دښمنۍ يې لاس واخيست. نوموړو وويل، چې په دغه موده کې د سيد بزرګ له کوره يو تن او د رحمان الله له کور نۍ دوه تنه وژل شوي او يو بل ټپي شوی. جرګه کوونکو او ديني عالمانو پريکړه وکړه، چې که تر دې وروسته کوم لوری پر بل تيری وکړي، دوی او حکومت دواړو ته به مجرم وي.

د يادولو ده چې پخوا په شينوارو او نورو ډېرو پښتنو پرګنو کې د ورته دښمنيو د هوارولو پر وخت ځينې ناسم دودونه پر ځای کېدل، يو له دغو دودونو ځنې به بدو کې د نجونو ورکړه وه، چې اوس نه پر ځای کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *