دوشنبه , جون 25 2018
کور / خبرونه / افغانستان / هند له افغانستان سره د خپلو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی

هند له افغانستان سره د خپلو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی

هند او افغانستان به د اړیکو د لا پياوړتیا او پراختیا لپاره کار کوي. د هند د بهرنیو چارو وزارت وزیرې سوشما سوارج په نیویارک کې له ولسمشر غني سره لیدلي دي او د بېلو مسایلو په اړه یې خبرې کړې دي. سوارج ویلي، چې هند او افغانستان به د ښه ګاونډيتوب لپاره خپلې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې لا پراخې کړي. سوارج ټینګار کړی، چې هند له افغانستان سره په بېلو برخو کې مرستو ته تیار دی او د پخوانیو مرستو په دوام به په انکشافي او پراختیايي برخو کې خپلې مرستې ډېرې کړي. د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې سوشما سوارج په نیویارک کې د هندوستان استازیتوب کوي او ټاکل شوې چې د لومړي وزیر د ځانګړې لارښوونکې پر بنسټ د هند له ګاونډیو سره ځانګړې لیدنې ولري او همدا راز د خپلو اړیکو د پراختیا لپاره ښايي د ۲۰ نورو هېوادونو له ولسمشرانو او استازو سره لیدنې او بحثونه ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *