دوشنبه , جون 25 2018
کور / خبرونه / افغانستان / ولسمشر غني: پاکستان دې وخت نه ضایع کوي، د سولې خبرو ته دې حاضر شي

ولسمشر غني: پاکستان دې وخت نه ضایع کوي، د سولې خبرو ته دې حاضر شي

ولسمشر غني وايي پاکستان دې وخت نه ضایع کوي او د سولې خبرو ته دې کېني. ولسمشر غني چې تېره ورځ یې د اسیا د سولې او ثبات په نامه یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې په سیمه کې د امنیت او پرمختګ لپاره له پاکستان سره سوله اړینه ده. نوموړي وویل، چې پاکستان دې رامنځ ته شوي وضعیت ته د فرصت په سترګه وګوري او له افغانستان سره دې د سولې مخامخ مذاکراتو ته کیني. ولسمشر دا هم وویل، چې په تېرو دوو کلونو کې یې سولې د پاکستان د حاضرولو په برخه کې ډېرې هڅې وکړې خو پایله یې نه لرله، نو ښه ده، چې رامنځ ته شوی فرصت غنمیت وشماري. د ولسمشر غني په وینا د جنوبي او مرکزي اسیا له هېوادونو سره دې هوکړې ته رسېدلی چې په سیمه کې به د اقتصادي او سوداګریز پرمختګ لپاره هڅه کوي او امکانات به برابروي خو له پاکستان سره تر اوسه دې هوکړې ته نه دی رسېدلی. دده په وینا پاکستان ته په کار ده، چې له مثبتو لارو په سیمه کې خپل رول پراخ کړي او د سیمې په پرمختګ کې دې ونډه واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *