دوشنبه , جون 25 2018
کور / خبرونه / افغانستان / ولسمشر غني: په څلورو کلونو کې به ۸۰ سلنه خاوره د افغان حکومت تر واک لاندې وي

ولسمشر غني: په څلورو کلونو کې به ۸۰ سلنه خاوره د افغان حکومت تر واک لاندې وي

ولسمشر غني د افغانستان لپاره د ډونالډ ټرمپ د تګلارې ځینې برخې افشا کړې دي. محمد اشرف غني تېره ورځ په نیویارک کې ویلي، چې د ټرمپ تګلاره د افغانستان د ثبات او امنیت لپاره ځانګړی ارزښت لري. د نوموړي په وینا د تګلارې یوه برخه داسې ده، چې باید د افغانستان ۸۰ سلنه خاوره په څلورو کلونو کې د افغان حکومت تر واک لاندې راوستل شي. دده په وینا هغه برخې چې اوس د مخالفینو تر واک لاندې دي د څلورو کلونو په لړ کې به يې ډېره برخه د افغان ځواکونو په لاس کې وي. نوموړي همدا راز ویلي، چې په افغان پوځ کې پراخ اصلاحات پیل شوي دي، د افغان پوځ نوی نسل به دندې اشغال کړي او پخواني جنرالان به تقاعد شي. نوموړي همدا راز وویل، چې د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ په برخه کې به ناټو او امریکايي ځواکونه خپلو مرستو ته دوام ورکوي. هغه په ټوله کې تګلاره د افغانستان د راتلونکې لپاره مهمه بللې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *