دوشنبه , جون 25 2018
کور / خبرونه / کابلوف: په افغانستان کې د ناپېژانده الوتکو پروازونه د اندېښنې وړ دي

کابلوف: په افغانستان کې د ناپېژانده الوتکو پروازونه د اندېښنې وړ دي

روسیې له امریکا سره د هغو ناپېژانده الوتکو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې چې په افغانستان کې داعشیانو ته وسلې او مهمات لېږدوي. د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په نیویارک کې، د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا له ځانګړې استازې، آلیس ویلز سره کتلي دي. کابلوف په دې لیدنه کې په افغانستان کې د هغو الوتکو پروازونه د جدي اندېښنې وړ بللي، چې دده په وینا داعش وسله والو ته وسلې لېږدوي. د کابلوف په خبره د افغانستان فضايي حریم د ناټو ځواکونو په کنټرول کې دی نو د روسیې دغه اندېښنو ته باید ځواب ووايي، چې یادې الوتکې د چا دي او ولې یې پر وړاندې اقدامات نه کېږي. تر دې وړاندې هم د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، چې په افغانستان کې داعش ډله د الوتکو له لارې تجهیزېږي او دا مسئله باید د امریکا او ناټو له لوري وڅېړل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *