یکشنبه , جنوري 24 2021
کور / خبرونه / افغانستان / آیي ایس آیي افغانستان کې عام او بې ګناه وګړي څنګه او د چا په واسطه وژني؟

آیي ایس آیي افغانستان کې عام او بې ګناه وګړي څنګه او د چا په واسطه وژني؟

لیکنه داود خوګياڼيوال:
د کابل بې غوره، په فسادونو کې ککړ او احمقان چارواکي نارې سورې وهي چې وسلوال دې له مونږ سره سوله وکړي! دا خو د لمر په څېر څرګند حقيقت دی چې د افغاستان په وسلوالو ډلو او حتی په حکومت کې دننه هم د آیي ایس آیي فوق العاده نفوذ دی او په افغانستان کې جنګ د پاکستان پوځ او خفيه ادارو روان کړی دی. په پارلمان او حکومت کې دننه د آی ايس ای جاسوسان ناست دي د بېلګې په توګه حاجي روح الله کونړی د جماعة الدعوه د تنظيم معاون دی چې امير يې د هغه د تره ځوی حيات الله دی په پېښور کې اوس هم مسلح باډيګارډان ورپسې ګرځي، دفترونه لري، حاجي روح الله ته د ای ايس ای پيسې او وسلې رالېږي او هغه يې په افغانستان کې وېشي، لشکر طيبه او حيات الله په شريکه افغانستان ته تخریبکار رالېږي او هغه له تورخم نه تر کابله د حاجي روح الله او صالح محمد کونړيانو او فريدون مومند په موټرو کې ښه په مصئونه توګه رسول کېږي. حاجي روح الله ښه په څرګنده جماعة الدعوه ته دعوت ورکوي. دې مجرمانو د ټول افغانستان بيا په خصوصي توګه د کونړ قباله پاکستان ته ورکړې ده. د آی ايس ای بل جاسوس فريدون مومند او حاجي روح الله په شريکه د آی ایس ای برنامې په افغانستان کې عملي کوي. خپلې شخصي ملېشې لري او د آیي ایس آیي د فرمایشونو مطابق په هیواد کې تخریبکاري او انفجارونه او ترورونه کوي ، او هغه کسان هم په خفیه ډول له منځه وړي چې د آیي ایس آیي خلاف فکر ولري ولو که هغه حکومتي کارمند وي او که طالب وي او یا عام وګړی وي.
فریدون مومند چې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی دی او د ای ایس ای غړیتوب هم په لاس کې لري چې په ۲۰۰۴ کال کې د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ سرحدي سیمه چې د کوزې پښتونخواه سره نښتې سیمه ده چې شروع يي د ګنداب څخه کیږي چې ټوله ۴۵ کلومیټره خاوره کیږي په پاکستان خرڅه کړي ده چې او سمهال یي د پاکستان پوځ رسمی پوله مني او ښه په سپین سترګۍ سره پرې د اغزن تار لګولو ته زور ورکوي او حکومت ويده دی.

#یادونه

ټرايبل نیوز یوه آزاده ، خپلواکه او بې پلوه اداره ده چې پکې په سیاسي توګه د هر فریق نظر خپریږي خو د لیکونکي د شخصي نظر سره د ټرايبل نیوز متفق کیدل اړین نه دي که تاسو هم لیکنې خپرول غواړئ نو اړیکه راسره ونیسئ

Tribalnews.net@gmail.com

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: