یکشنبه , مې 31 2020
کور / خبرونه / تفریح / آی پي ایل: راشد خان د ډیویلیرز ویکټه واخیسته او بریا یې هم خپله کړه

آی پي ایل: راشد خان د ډیویلیرز ویکټه واخیسته او بریا یې هم خپله کړه

د هند په غوره لیګ سیالیو کې د راشد خان لوبډلې یو ځل بیا د کمو منډو کامیابه دفاع وکړه او د ویرات کوهلي لوبډلې ته یې د ۵ منډو په توپير ماتې ورکړه.

په دغه لوبه کې راشد خان د ای بي ډیویلیرز مهمه ویکټه واخیسته او زوړ بدل یې ورخلاص کړ، چې په مخالف لوبډله یې سخت فشار راوست، او وروسته یې ونشو کړای په خلاص لاس لوبه ترسره کړي، چې په وروستي اور کې بهوونیشور کمار د ۱۱ منډو دفاع په زړه پورې توپ اچونې سره وکړه.

همدا ډول راشد خان د ویرات کوهلي پر وړاندې هم غوره توپ اچونه ترسره کړه، نوموړي کوهلي ته ۹ توپونه واچول چې ۸ منډې یې ترې واخیستې او یو کیچ یې هم میس شو.

ننۍ لوبه کې لومړی توپوهنه د راشد خان لوبډلې وکړه چې په ۲۰ اورونو کې يې ۱۴۶ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا لوبډلمشر ویلیمسن یو ځل بیا نیمه سلیزه ووهله او مسوولانه لوبه یې ترسره کړه، نوموړي ۵۶ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د کین ویلیمسن په کامیابه لوبډلمشرۍ د ویرات کوهلي لوبډلې ونکړای شول ټاکلی هدف پوره کړي، دوی په ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۴۱ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا ویرات کوهلي ۳۹ زیاتې منډې جوړې کړې.

په توپ اچونه کې شکیب الحسن ۲، سندیپ شرما، بهوونیشور کمار او راشد خان یوه یوه ویکټه ترلاسه کړه، کین ویلیمسن په مسوولانه ۵۶ منډو جوړولو د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړ ده چې په تېر شل اوریزو نړیوال جام کې ای بي ډیویلیرز د راشد خان په یوه اور کې ۲۹ منډې جوړې کړې وې چې اوس یې ترې په مهم وخت کې سخته ویکټه وویشته او تېر بدل یې ورخلاص کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: