دوشنبه , جون 1 2020
کور / خبرونه / تفریح / آی پي ایل: کی ایل راهول او مجیب ځدراڼ لوبډلې ته بریا ورکړه

آی پي ایل: کی ایل راهول او مجیب ځدراڼ لوبډلې ته بریا ورکړه

د هند په غوره لیګ سیالۍ کې کی ایل راهول او مجیب ځدراڼ د پنجاب لوبډلې ته په زړه پورې لوبه وکړه او بریا یې خپله کړه.

ننۍ لوبه کې کی ایل راهول مسوولانه توپوهنه ترسره کړه، چې له پېله تر پایه ودرېد او ۸۲ ناسوځېدلې منډې یې جوړې کړې، چې په پای کې يې په زړه پورې لوبې ترسره کولو سره لوبډلې ته بریا هم ورپه برخه کړه.

همدا ډول مجیب ځدراڼ د توپ اچونې په برخه کې یو ځل بیا ښه وځلېد، او ۳ مهم لوبغاړي یې وسوځول، نوموړي پخپلو ۴ اورونو کې ۲۷ منډې ورکړې او د لوبې غوره لوبغاړي جایزه یې هم ترلاسه کړه، دا د مجیب ځدراڼ د آی پي ایل د روانو سیالیو لومړۍ جایزه وه.

ننۍ لوبه کې چې لومړی توپوهنه راجهستان لوبډلې وکړه، په ۲۰ اورونو کې يې د ۹ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۵۲ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا بټلر ۵۱ زیاتې منډې جوړې کړې، په توپ اچونه کې مجیب ځدراڼ ۳، انډري ټای ۲، اشوین، راجپوت او پټیل ۱-۱ ویکټه ترلاسه کړه.

په ځواب کې د پنجاب لوبډلې ښه پېل ونکړ، او د توپوهنې په پېل کې یې کریس ګېل او اګروال له لاسه ورکړل، خو وروسته د کی ایل راهول سره کرن نایر او مارکوس سټوینز ښه ملګرتیا وکړه او ټاکلی هدف یې په ۱۸.۴ د ۴ لوبغاړو په سوځېدلو پوره کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: