یکشنبه , مې 31 2020
کور / ليکنې / ائتلاف ناسم دی، خو حکومت او کمېسیون څنګه ټاکنې کوي؟

ائتلاف ناسم دی، خو حکومت او کمېسیون څنګه ټاکنې کوي؟

د مسیر ورځپاڼې د نن ورځې سرلیکنه✍️
حکومت ټینګار کوي چې د ملي ائتلاف غوښتنې بې ځایه دي او د دوی کارونه د راتلونکو ټاکنو پر وړاندې خنډونه جوړوي. له حکومت سره په یوه وخت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سر منشي ځانګړی استازی تادامیچي یاماموتو هم وایي چې په افغانستان کې د یو شمېر سیاسي ګوندونو وروستي اعتراضونه او د ټاکنو کمېسیون د دفترونو بندول د ټاکنو پروسې ته خنډ جوړوي او ان کولی شي چې په خپله ټاکنې له ځنډ سره مخ کړي.
راځی ومنو چې لوی ملي ائتلاف او سیاسي ګوندونه ناسم دي او دوی رښتیا د ټاکنو پر وړاندې خنډ جوړوي، خو د ټاکنو کمېسیون او حکومت د رڼو، عادلانه او سراسري ټاکنو پلان لري؟
حکومت نه یوازې دا چې پرله پسې د سیاسي ګوندونو او لوی ملي ائتلاف دریځ ناسم ګڼي، بلکې هغوی تورنوي چې د ټاکنو مخه نیسي. حکومت پر دې هم بسنه نه کوي او په ځینو ولایتونو کې یې د کمېسیون مخ ته درول شوې خېمې په زور لرې کړې او دفترونه یې پرانیستل. پرون خو په ننګرهار کې امنیتي ځواکونو له اعراض کوونکو سره تاوتریخوالی هم کړی و چې څو لاریونوال پکې ټپیان شوي وو. حکومت ټینګار کوي چې څوک د ټاکنو د کمېسیون د دفترونو د تړولو حق نه لري، له همدې امله د هغوی پر ضد ګام اخلي چې دا کار کوي. دا سمه ده چې د دفترونو تړل ناقانونه او ناسم کار دی، خو ټول ویني چې له درغلیو ډکې ټاکنې را رواني دي، نو لاره څه ده چې په دغو ټاکنو کې د درغلیو مخه ونیول شي!؟ حکومت او کمېسیون وايي چې باید خبرې وشي او دا ستونزه د خبرو له لارې حل شي. دا سمه ده، خو خبرې وشوې، کمېسیون او حکومت پر خپله ناسمه خبره ولاړ دي او نه غواړي چې د درغلیو مخه ونیول شي.
کمېسیون او حکومت په لومړیو کې د نوملیکنې په پروسه کې درغلي نه منله، خو چې کله پراخ جعل افشا شو، دوی ومنله، خو اوس هم نه مني چې د درغلۍ کچه زیاته ده. د افغانستان خلک ویني چې له درغلیو ډکې ټاکنې را رواني دي. په دې ټاکنو کې به حکومتي کاندیدان بریالي کېږي. هغوی چې کمېشنرانو او د کمېسیون کارکوونکو ته پیسې ورکوي، ولسي جرګې ته به ځي او هغوی چې د خلکو رایې لري، په خپلو کورونو کې به پاتې وي. د راتلونکو ټاکنو تصویر سره له اوسه د درغلیو تصویر دی او هېڅ ډاډ نشته چې رڼې ټاکنې به وشي.
اوس کمېسیون او حکومت د درغلیو د مخنیوي لپاره عملي میکانېزمونه نه وړاندې کوي. سیاسي ګوندونو او یا لږ تر لږه ولس ته د رڼو ټاکنو ډاډ نه ورکوي. کله پر نورو تور لګوي، کله زور کاروي او کله هم یوازې تشې خبرې کوي. که د ټاکنو کمېسیون او حکومت رښتیا غواړي چې رڼې ټاکنې وشي، نو خلکو ته دې واضېح کړي چې څنګه رڼې ټاکنې کوي، څنګه د میلیونونو جعلي تذکرو مخه نیسي او څنګه به ټاکنې قانوني کوي. له دې پرته پر نورو تور لګول او یا هم د زور کارول، نه یوازې ټاکنې له ستونزو سره مخ کوي، بلکې دا چاره پر سیاسي ثبات او امنیت ناوړه اغېز کوي.

يوه تبصره

  1. Hmm іt looks like your blog ate mʏ first comment (it was extremely long) so I guess I’ll just
    sum it up what I wrote and say, I’m thⲟroughly enjoying your blоg.

    I as well am an aspiring bloɡ writer but I’m still new to everything.
    Do you have any suggestions fоr beginner blog writers?
    I’d сertainly appreciate it.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: