پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / ابراهیمی وایي پاکستان د ترهګري په درجه کې اول مقام لری

ابراهیمی وایي پاکستان د ترهګري په درجه کې اول مقام لری

د افغان “ولسي جرګې ځينو غړو په کابل کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پلاوي له سفر څخه هر کلی وکړ او وايي چې ددغه پلاوي سفر ددې ښودنه کوي چې افغانستان لا هم د نړيوالې ټولنې د پاملرنې مرکز  دی. د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي چې له ياد شوي پلاوي سره یې ليدلي وويل له دغه پلاوي سره پر ګڼو مسایلو خبرې شوې دي.  د نوموړي په وينا، له ترهګرۍ څخه ملاتړي هېوادونه معلوم دي او پاکستان ددغو هېوادونو په سر کې ځای لري. هغه زياته کړه چې پاکستان تل له افغانانو قرباني اخيستې ده، د ترهګرۍ لپاره يې خوندي ځای برابر کړی او له خپلو اږدو پولو څخه په ګټې اخيستنې سره چې له افغانستان سره يې لري، مخالفين افغانستان ته را دننه کوي. د ولسي جرګې رييس زياته کړه چې افغان ځواکونه د نړيوالې ټولنې په همکارۍ او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پرېکړې له مخې، له تېرې کابو يوې نيمې لسيزې راهيسې له ترهګرۍ سره مبارزه کوي، خو نړيواله ټولنه لا هم په افغانستان کې د امنيتي کړکېچ د کابو کولو اومديرت لپاره ښکېله پاتې شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *