سه شنبه , سپتمبر 22 2020
کور / اسلاميات / اته مسئلې مې خوښې شوی چې ويې ژړولم!

اته مسئلې مې خوښې شوی چې ويې ژړولم!

يو عالم خپل شاګرد ته وويل : څو کاله کيږي چې ماسره درس وايي? شاګرد ورته وويل ,درې دېرش 33 کاله.
استاد: څه شی دې زده کړل? شاکرد وويل اته 8 مسئــــــلی مې زده کړي.نو استاد خفه شو .له ځنډ وروسته يې وويل هغه اته مسئلې کومې دي,?

شاګرد: لومړۍ مسئـله, خلکو ته متوجه شو م چۍ هر يو شخص يودوست لري خو کله چې قبر ته داخليژي هغه دوست ورڅخه لاس په سر شي نو ما کوشش وکړ چې د حسناتو او نېکيو ملګری شم چې قبر ته راسره ننوزي.🌺🌺

دوهمه مسئـــله: په دغه آيت ( واما من خاف مقام ربه ونهی
النفس عن الهوی فان الجنة هي الماوی), ما هم د الله مقام عالي وګڼه او د نفس هوا او هوس مۍ پرېښوده او د جنت له پاره مې تياری وکړ.🌺🌺

درېيمه مســــــئله: خلکو ته متوجه شوم, هرهغه شی چې ورته ارزښت لري هغه ساتي او حفاظت يې کوي, نو د الله جل جلاله دا وينا (ما عندکم ينفد وما عند الله باق/ کوم شيان چې له تاسو سره دي هغه خلاصيږي اما د الله پاک سره هرڅه پاتې او باقي وي) نو هرقيمتي شی چې مې تر لاسه کول الله پاک ته مې ورسپارل چې راته يې وساتي.🌺🌺

څلورمه مســــــئله: خلکوته مې فکر شو چې پر مال, نسب, منصب او … فخر او غرور کوي, نو ما د الله جل جلاله دا وينا( ان اکرمکم عند الله اتقاکم/ تاسو کې الله ته هغه شخص معزز دی چې پرهېزګار وي) نو ما هم زور او توان په تقوا کې مصرف کړ چې الله پاک ته ښاغلی شم.🌺🌺

پنځمه مسـئله: خلکوته مې وکتل چې يو له بل سره د الله پر نعمتونو حسد او کينه کوي, نو دا الهي وينا(نحن قسمنابينهم معيشتهم في الحياةالدنيا / موږ د انسانانومنځ کې د ژوند برخې تقسيم کړي) ته متوجه شوم نوحسدمې پرېښود.🌺🌺

شپږمه مســـئله: خلکو يو بل وژل راوژل, يوپر بل يې تجاوز اوظلم دشمنيانې کولی , نو دالله پاک دا ايت چې (ان الشيطان لکم عدو فاتخذوه عدوا / شيطان ستاسو دښمن دی , د دښمنۍ لاره ورسره غوره کړئ) نو د خلکو سره دښمني مې پرېښوده او شيطان مې خپل اساسي دښمن وباله.🌺🌺

اوومه مســـــئله: خلک مې وليدل چې د رزق په حاصلولو کې دومره خپل نفس ذليل کړي , ان تر دې چې حرام او حلال باک هم نه ګڼي , نو ما ته دالله پاک دا وينا(وما من دآبة في الارض الا علی الله رزقها / د ځمکې پرمخ د هر ساکښ او ذي روح د رزق ذمه او ضمانت الله کړی دی) راپه ياد شوه نو پوه شوم چې زه هم يو له دې ساکښو څخه يم .نو دالله پاک حق چې پرما دی هغه مې قبول کړ او زما چې کوم حق پر الله دی هغه (جل جلاله) ته مې وسپاره. 🌺🌺

اتمه مســـــئله: خلک مې وليدل چې د ځان په شان مخلوق باندې تکيه او اعتماد کوي. څوک پر خپل مال, څوک پر خپل اولاد,څوک پر خپل قدرت . نو ماته دا ايت ( و من يتوکل علی الله فهو حسبه / څوک چې پر الله توکل او تکيه وکړي هماغه ذات يې کافي دی) راپه ياد شو , نو پر مخلوق مې توکل پرېښوده اوج پرخالق جل جلاله مې توکل وکړ.🌺🌺

سبحان الله سبحان الله. حقيقي طالب العلم همدا و, دنيا د الله له ذکر پرته ترخه ده او اخرت د الله پاک له عفوې پرته زقوم دی.
کوم دولت. کوم ثروت. کوم حسب. کوم منصب, کوم جمال او کوم کمال به په درد وخوري چې الله پاک ناراضه وي؟؟؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: