پنجشنبه , مارچ 4 2021
کور / خبرونه / افغانستان / اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله اندونیزیا ته تللی

اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله اندونیزیا ته تللی

د ملي یووالي حکومت اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په یوه رسمي سفر اندونیزیا ته لاړ. د اجرایه ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې عبدالله عبدالله د اندونیزیا د مرستیال ولسمشر په رسمي بلنه هغه هېواد ته تللی دی. نوموړی به په دې سفر کې د اندونیزیا له ولسمشر سره هم وګوري او پر دوه اړخیزو اړیکو به خبرې وکړي. هغه به د اندونیزیا د بهرني سیاست د مطالعاتو په مرکز کې د افغانستان د سولې، امنیت او ثبات په اړه وینا وکړي. تر څنګ به یې په اندونیزیا کې د ټاکنو له مسوولینو، دیني علماوو او اقتصادي مسوولینو سره خبرې او لیدنې ولري. له اجرایه رییس سره په دغه سفر کې د سولې عالي شورا مرستیال د اقتصاد وزارت مرستیال او یو شمېر ملي سوداګر ملتیا کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *