ټاکل شوې چې اجراییه رییس عبدالله عبدالله به په بروکسل کې د ناټو په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي.
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي کورنیلوس زېمرمن اجراییه رییس ته بلنه ورکړې چې په بروکسل کې د ناټو په سرمشریزه غونډه کې ګډون وکړي.
دغه راز تیره ورځ عبدالله عبدالله له زېمرمن سره په کتنه کې له طالبانو سره په اوربند، سولې پروسې، راتلونکو ټاکنو او د افغانستان په سیمه ییزو اړیکو خبرې کړي دي.
ټاکل شوې چې د ناټو راتلونکې سرمشریزه غونډه به د روانې عیسوۍ میاشتې په دولسمه جوړه شي.