دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / اجراییه ریاست وایي ترهګر د سیمې په هېوادونو کې خوندي ژالې لري

اجراییه ریاست وایي ترهګر د سیمې په هېوادونو کې خوندي ژالې لري

اجراییه ریاست د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کلني راپور د پخلي تر څنګ ویلي، چې ترهګریزې ډلې د سیمې په مشخصو هېوادونو کې پټنځایونه لري. په پاکستان کې د ترهګریزو ډلو د موجودیت په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لورې له خپاره شوي راپور سره سم، اجراییه ریاست ویلي، په سیمه کې د ترهګریزو ډلو پټنځایونه په افغانستان کې د جګړې د دوام لامل ګرځېدلي دي. د یاد ریاست د ویاند مرستیال امید میثم دغه راپور ته په اشارې ویلي، چې که د سیمې هېوادونه له ترهګرو ملاتړ ونه کړي له شک پرته چې دغه ډلې به په څو اونیو کې له منځه لاړې شي. د میثم په خبره تر کومه چې د ترهګرو پر ملاتړو فشار رانه وړل شي او بندیزونه پرې ونه لګېږي په افغانستان کې امنیت نه شي ټینګېدلی. اجراییه ریاست په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په تازه کلني راپور کې ویلي، لا هم په پاکستان کې د طالبانو او حقاني شبکې فعالیتونه کم شوي نه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *