دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / اجراییه ریس وایي، د ننګرهار په اړه ټول حکومت مسؤل دی

اجراییه ریس وایي، د ننګرهار په اړه ټول حکومت مسؤل دی

اجراییه رییس وایي، د ننګرهار په اړه ټول حکومت مسؤل دی. هغه زیاته کړې، چې د ننګرهار امنيتي وضعيت د زغم وړ نه دى او ټول مسوولیت یې حکومت ته ور ګرځي. د اجرایيه رياست له خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ننګرهار يو شمېر ځوانانو او مدني فعالانو د دغه ولايت د امنيت په اړه نن له اجرایيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله سره ځانګړې ناسته کړې ده. سرچينې زياته کړې، د ننګرهار ولایت د بېلابېلو مدني ټولنو غړو او ځوانانو د ننګرهار د امنیتي وضعیت په اړه خپلې اندېښنې له اجرایيه رييس سره شريکې کړې او ويې ويل، که د جلال اباد ښار د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره جدي عملي اقدامات ونه شي، نو دغه ولایت به له لا ډېرو ستونزو سره مخ شي. يادو ځوانانو له اجرایيه رييس نه وغوښتل چې ننګرهار ته د امنیتي وضعیت د بهبود او ارزولو په موخه سفر وکړي. ډاکټر عبدالله وويل چې د ننګرهار امنیتي وضعیت خورا کړکېچن او د منلو وړ نه دى.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *