جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / احمد شاه مسعود د وطن قیمتې ډبرې پلورلې که وطن؟

احمد شاه مسعود د وطن قیمتې ډبرې پلورلې که وطن؟

د s ریاست کتاب لیکوال د سي. ای. اې ځینې پټ معلومات په خپل کتاب کې لیکلي دي او وايي احمدشاه مسعود له هغو قومندانانو وو، چې د سي ای اې مرستې ورسره وې او همدا راز یې د قیمتې ډبرو د پلور له درکه میلیونونه ډالر ګټل. په کتاب کې راغلي، احمد شاه مسعود، له روسانو، ایرانیانو او هندوانو مرستې تر لاسه کولې. د لیکوال په خبره احمدشاه مسعود د لندن په بانکونو کې شپېته میلیونه ډالر لرل. لیکوال لیکي، په شمال ټلواله کې امرالله صالح، احمد شا مسعود او اته نور هغه کسان وو، چې سي. ای. اې ورباندې باور درلود او همدا کسان یې د سي. آی. اې مرکزي دفتر ته د روزنې لپاره هم بوولي وو. لیکوال سټيف کول لیکي، چې د اروپا بازارونه د احمد شاه مسعود د قیمتي ډبرو د پلور لپاره تر ټولو ښه ځایونه وو. ( Sریاست) کتاب د افغانستان د وروستیو ۱۶ کلونو جګړو په اړه لیکل شوی مهم کتاب دی. په دغه کتاب کې د سي ای اې له مهمو رازونو پرده پورته شوې ده. په پښتو ژبه هم ددغه کتاب ژباړه په چټکۍ سره روانه ده او ډېر ژر به مینه والو ته د اکسوس کتاب پلورنځي له لارې وړاندې کړل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *