یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / افغانستان / احمد ضیاء مسعود افغان حکومت ته ګواښ کړی دی

احمد ضیاء مسعود افغان حکومت ته ګواښ کړی دی

د افغانستان لوی ملي ائتلاف غړی او د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر پخواني ځانګړی استازی احمد ضیا مسعود وایي له سیاسي ګوندونو سره د حکومت تقابل به هېواد له جدي کړکېچونو سره مخ کړي.

نوموړی نن په کابل ښار کې خبریالانو ته وویل، چې د افغانستان لوی ملي ائتلاف د شخړو هوډ نه لري او ټینګار یې وکړ چې رڼې ټاکنې او په ټاکنیزو کمېسیونو کې اصلاحات د سیاسي ګوندونو له مهمو غوښتنو څخه دي.

هغه وویل، چې د سیاسي ګوندونو غوښتنو ته لازمه پاملرنه ده شوې او حکومت ته یې خبرداری ورکړ چې که د دوی غوښتني ونه منل شي، د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفترونه به وتړل شي.

په همدې حال کې ښاغلي مسعود خبرداری ورکوي، چې د سیاسي ګوندونو غوښتنو ته له پاملرنې پرته ټاکنې به د لا زیاتو ناامنیو لامل شي.

ښاغلي مسعود زیاته کړه، چې حکومت باید ژر تر ژره هغه مظاهره چیان خوشي کړي چې د وروستیو مظاهرو په لړ کې نیولي دي.

د لوی ملي ائتلاف یو بل غړی عطا محمد نور تردې مخکې ویلي و چې په هرات ولایت کې د لوی ملي ائتلاف یو شمېر پرلت کوونکي په غیرقانوني ډول نیول شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د لوی ملي ائتلاف پلویانو د هرات په ګډون په ۳ ولایتونو کې د ټاکنو کمېسیون دفترونه تړلي دي.

د یاد ائتلاف پلویان وایي حکومت او د ټاکنو کمېسیون د سیاسي ګوندونو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلي او له همدې امله دوی په دغه کار لاس پورې کړی دی.

د لوی ملي ائتلاف پلویان خبرداری ورکوي، چې که حکومت او ټاکنو خپلواک کمېسیون د سیساسي ګوندونو غوښتنو ته مثب ځواب ورنه کړي، نو دوی به په نورو ولایتونو کې هم انتخاباتي دفترونه وتړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *