جمعه , اګست 23 2019
کور / ويډيو / احمد علي حضرت: د پښتنو د ژغورنې له بر حقې داعیې څخه ملاتړ کوو

احمد علي حضرت: د پښتنو د ژغورنې له بر حقې داعیې څخه ملاتړ کوو

د ننګرهار ولایت د ولایتي شوري رئیس احمد علي حضرت رسنیو ته اویل چې د پښتنو د ژغورنې له بر حقې داعیې څخه ملاتړ کوو او د هېواد په ګوډ ګوډ کې باید ولسونه د منظور پشتین سره د پښتنو د ژغورنې دا غږ بدرګه کړي.
د ننګرهار ولایتي شورا رییس احمد علي حضرت د یوې خبري غونډې پر مهال د پښتنو ژغورنې پرلت څخه کلک ملاتړ څرګند کړ او دا یې د پښتنو د حقه حقوقو لپاره مهم ګام وباله.
هغه افغانستان د ټولو ولایتونو له اوسیدونکو غوښتنه وکړه چې باید د منظور پشتین سره دا غږ بدرګه کړي او د پښتنو د کړاوونو د حل لپاره دې ناره پورته کړي.
ښاغلي حضرت همدا راز په کابل کې د پښتنو ژغورنې پرلت پر ملاتړ جوړه شوې خیمه باندې برید په کلکو ټکو وغانده او دا یې د ناکاره دوښمن ناولې هڅه وبلله چې هېڅکله به مبارز ځوانان په دا ډول کړنو سره په شاه ولاړ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: