چهارشنبه , جنوري 27 2021
کور / خبرونه / بين المللي / اردګان: د خاشقجي د وژل کېدو د قضيې ټول اړخونه به ژر روښانه شي

اردګان: د خاشقجي د وژل کېدو د قضيې ټول اړخونه به ژر روښانه شي

د امریکا او ترکيې ولسمشرانو پرون په یوه ټیلیفوني تماس کې موافقه وکړه چې په استانبول کې د سعودي عربستان په کنسولګرۍ کې د سعودي خبریال جمال خاشقچي د وژل کېدو په اړه باید پوره سپیناوی ورکړل شي.

د ترکيې انادولو خبري اژانس ویلي دي چې ډونالډ ټرمپ او رجب طیب اردوغان سلا کړې ده چې د خاشقجي د وژل کېدو د قضيې ټول اړخونه باید روښانه شي.

ولسمشر اردوغان تردې مخکې وویل، چې سې شنبه به د جمال خاشقجي د وژل کېدو په اړه ټول حقایق په ډاګه کړي.

سعودي د شنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره تأیید کړه چې خاشقجي په استانبول کې د دې هېواد په کنسولګرۍ کې وژل شوی دی.

د سعودي حکومت ویلي، ۶۰ کلن خاشقجي په کنسولګرۍ کې د یوې فزیکې شخړې په نتیجه کې وژل شوی هغه څه چې نړیوالې ټولنې يې په اړه شک او تردید څرګند کړی دی.

ترکيي او امریکايي مقاماتو چې نومونه يې نه‎دي یاد شوي ویلي چې خاشقجي کنسولګرۍ ته تر داخلېدو وروسته د سعودي چارواکو د یوې ډلې له‎خوا شکنجه او وژل شوی دی.

په همدې حال کې جرمني، فرانسې او بریتانيې پرون په یوه ګډ بیان کې د سعودي په کنسولګرۍ کې د خبریال خاشقجي وژنه غندلې ده او ویلي دي چې د دې قضيي په اړه باید هغه څه چې دقیق دي، ښکاره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: