د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ او د ولسواليو یو شمېر اوسیدونکو چې شمېر یې لسګونو تنو ته رسېده د جمعې په ورځ د امنیت غوښتلو په هدف اعتراض وکړ او د ښار واټونو ته راووتل.
دوی وايي چې مرکز ترینکوټ او یو شمېر ولسوالۍ پهدې وروستیو کې یو ځل بیا وسلهوالو طالبانو محاصره کړې، خو دولت ورته لاس تر زنې ناست دی.
یادو اعتراض کوونکو دغه راز له مرکزي ادارې غوښتنه وکړه چې د ارزګان د امنیت چارې دې د ارزګان یوه کس ته وسپاري، ځکه د دوی په خبره د نور ولایتونو خلک د ارزګان له جغرافیې سره بلد نهدي.
د ارزګان خلک دغه اعتراض پر داسې مهال کوي چې د دغه ولایت خاص ارزګان او چوره ولسوالۍ وسلهوالو طالبانو له تېرو څو ورځو راهیسې محاصره کړې ده.
پهدې اړه نورحال د ازادي راډيو د خبریال شریفالله شرافت په دې راپور کې: