پنجشنبه , اګست 16 2018
کور / خبرونه / بين المللي / ارمنستان؛ پاشینیان له خپلو پلویانو پر ټاکنو د جدي څارنې غوښتنه کړې ده

ارمنستان؛ پاشینیان له خپلو پلویانو پر ټاکنو د جدي څارنې غوښتنه کړې ده

پاشینیان له خپلو پلویانو پر ټاکنو د جدي څارنې غږ کړی دی. د ارمنستان د پراخو مظاهرو مشر نیکول پاشینیان پر لاریون کوونکو غږ کړی، چې بېرته واټونو ته راووځي او په پارلمان کې دې د صدراعظمۍ پر ټاکنو څارنه وکړي. هغه خبرداری ورکړی، چې واکمن ګوند ښایي د دغه بیهر د ګډوډېدو هڅه وکړي. پاشینیان چې د لومړي وزارت لپاره یواځینی نوماند دی، په هغه وینا کې، چې نن په ژوندۍ بڼه خپره شوې ده، د پخواني ولسمشر سیرژسرکیسیان واکمن جمهوري غوښتونکی ګوند تورن کړی، چې هڅه کوي د پارلمان هغه ځانګړې غونډه ګډوډه کړي، چې له صدارته د هغه له استعفا وروسته رابلل شوې وه. ۴۲ کلن پاشینیان په پارلمان کې د ټولو مخالفو ډلو ملاتړ خپل کړی او واکمن ګوند ته چې ۵۸ څوکۍ لري، ویلي، باید پر خپلو هغو ژمنو عمل وکړي چې د لومړي وزیر په توګه به د ده د ټاکلو مخه نه نیسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *