پنجشنبه , مارچ 4 2021
کور / خبرونه / افغانستان / اروپایي ټولنه:افغان سولې ته هيله مندي زياته شوې ده

اروپایي ټولنه:افغان سولې ته هيله مندي زياته شوې ده

یادې څرګندونې د اروپايي ټولنې سفير پيري ماياډونس د سولې د نړيوالې ورځ په مناسبت پيغام کې کړې دي. هغه د دغې ورځې په مناسبت ټولو افغانانو ته د سولې لپاره دعا کړې او په ډاګه کړې يې ده، چې په دې وروستيو کې افغان سولې ته هيله مندي زياته شوې ده. نوموړي د سولې په اړه د ولسمشر غني د هڅو ستاينه کړې او ويلي يې دي چې هغه د روان زېږديز کال په فبرورۍ مياشت کې د کابل پروسې د دويم کنفرانس پر مهال طالبانو ته له قيد او شرط پرته د سولې وړانديز کړى و. پيري دغه راز په تېر کوچني او بيا لوى اختر کې د ولسمشر غني د اوربند هڅې هم وستايلې او ويې ويل، چې وروستيو هڅو سولې ته هيله مندي پيدا کړې ده. خو داروپايي ټولنې سفير وايي چې اوس هم په افغانستان کې ځينې ننګونې شته چې په دې هېواد کې څه ډول بايد سوله رامنځته شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *