د اروپایي ټولنې استازی پیري میادون، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو پر روانې پروسې اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې په دې برخه کې روانې هڅې د پام وړ نه دي. اروپايي ټولنې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره د ظرفیتونو کمزورتیا ته گوته نیولې او ویلي یې دي، چې په ټاکنیزو کمېسیونونو کې تش بستونه او ټاکنو ته د خلکو کم لاسرسی هغه څه دي، چې دغه بهیر له ننګونو سره مخامخ کوي. پیري میاودون ویلي، چې دا بهیر په سم لورې روان نه دی او په دې برخه کې لا ډیرو هڅو ته اړتیا ده. نوموړي ویلي، چې اروپايي ټولنه په مالي او تخنیکي برخه کې د ټاکنو له خپلواک کمیسیون سره مرسته او لازم ملاتړ یې کوي. یو شمېر ټولنیزو بنسټونو، سیاسي گوندونو او جریانونو او د ملي شورا یو شمیر غړو هم تر دې وړاندې د ټاکنو پر څرنگوالي اندیښنې ښودلې دي. په ورته وخت کې د ټاکنود کمیسیون یو کمیشنر سید حفیظالله هاشمي ویلي، چې خلکو د ګډون په اړه اندېښنې اوس په راکمېدو دي. د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ یا فیفا اجرایيوي رئیس یوسف رشید هم ویلي، چې دا ټولې ستونزې د سراسري او شفافو ټاکنو پر وړاندې د پیاوړې ارادې نه موجودیت په ډاګه کوي.
