
دېکن کرونېکل:
دغې وېبپاڼې د اروپايي پارلمان د مرستيال مشر رشارډ چارنېکي هغه څرگندونې مهمې بللې چې وايي د دې مهال را رسېدلى چې ډيورند کرښې ته بيا کتنه وشي.
ښاغلى چارنېکي په خپله شننه کې چې د اروپايي پارلمان مياشتنۍ کې خپره شوې وايي د افغانستان او پاکستان سيمه د نړېوالې ترهگرۍ د روزنې ډگر دى.
نوموړى وړانديز کوي، چې لوېديځ بايد د ډيورند مصنوعي پولې جدي بيا ارزونه وکړي او په سيمه کې د سولې لپاره بايد د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاريخي او طبيعي پولې بيرته را ژوندۍ شي.
د اروپايي پارلمان مرستيال مشر زياتوي، اروپايي ټولنه او امريکا له افغانستان سره ميليونونه ايورو مرسته کوي او د هغې جگړې د گټلو په هڅه کې دي چې نه شي گټل کېدى.
د نوموړي په باور، د دې پر ځای اړتيا ده چې اروپايي ټولنه او امريکا په سيمه کې د اوږد مهالې سولې راوستو لپاره خپلو اړوندو افغان تگلارو ته بيا کتنه وکړي،
نوموړى د ډيورند کرښې له امله پورته شويو ستونزو ته په اشاره وايي “د دې مهال را رسېدلى چې سختې پرېکړې وشي او د ډيورنډ په نوم شوې تاريخي تېروتنه سمه کړل شي.”