د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اندېښنه ښودلې چې که د نوملیکنې بهیر په اوسني سرعت سره دوام وکړي، دا احتمال شته چې له درې میلیونو لږ کسان د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو په انتخاباتو کې ګډون وکړي.
د انتخاباتو مسؤل چارواکي هیله لري چې د جون د میاشتې تر نیمایي پورې به د رأی ورکولو په شرایطو برابر شاوخوا ۱۴ میلیونه افغانان د ټول هېواد په کچه د رأی ورکولو په څه باندې ۷۰۰۰ مرکزونو کې د رأی ورکولو لپاره خپل نومونه ثبت کړي.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند شفیع جلالي فرانس پرېس خبري آژانس ته ویلي چې کمېسیون د رأی ورکولو په پروسه کې د لږو خلکو د ګډون له کبله اندېښنه لري او ځکه یې په یو شمېر ولایتونو کې د هوا له لارې د تبلیغاتي پاڼو د خپراوي په ګډون د انتخاباتو په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو هڅې پیل کړي دي.
څو ورځې مخکې چارواکو د جوماتونو له امامانو وغوښتل چې د جمعې د لمانځه په خطبو کې دې خلک د رأی ورکولو لپاره نوملیکنې ته وهڅوي.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د شنبې تر ورځې پورې شاوخوا شپږ نیم لکه کسانو د رأی ورکولو لپاره خپل نومونه ثبت کړي.
د نوملیکنې اکثر مرکزونه په ښوونځیو او جوماتونو کې جوړ شوي دي او دې مسئلې خلک خورا زیات اندېښمن کړي.
د تېرې یکشنبې په ورځ د کابل د دشتبرچي سیمې په یوه ښوونځي کې چې د رأی ورکولو مرکز پهکې و، په یوه انتحاري حمله کې ۶۰ کسان مړه او نېژدې ۱۳۰نور ټپیان شول