سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / ارګ: د ټاپي پرانیسته په سیمه ییز سیاست کې د حکومت بریا ښیي

ارګ: د ټاپي پرانیسته په سیمه ییز سیاست کې د حکومت بریا ښیي

ولسمشرۍ مانۍ وايي، د ټاپي د پروژې پرانیسته، د ملي یووالي حکومت د بریالیتوب نښه ده. ارګ زیاتوي، د ملي یووالي حکومت هڅه کړې چې د اقتصادي همکاریو په محور کې، د سیمې د هېوادونو ګټې او د سیمې په جغرافیه کې د اوسېدونکو سوکالي سره یوځای کړي. د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند د دفتر سرپرست شاه ‌حسین مرتضوي تیره ورځ ناوخته په کابل کې په یوه خبري ناسته کې د ټاپي پروژې د پرانیستلو په اړه وویل چې ملي یووالي حکومت د دې پروژې له پیل سره وښوده چې افغانستان په سیمه‌ ییز سیاست کې د بریا لور ته روان دی. د ګازو په دغې پروژه کې د ترکمنستان، افغانستان، هند او پاکستان ترمنځ د ترکمنستان د ۵۰۰ کېلو ولټه برښنا پروژه، په هرات، فراه او کندهار ولایتونو کې درې سب سټېشنونه، د نوري فایبر شبکه او د اوسپنې پټلۍ پروژې شاملې دي، چې نن یې پرانیستنه کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *