دوشنبه , جنوري 25 2021
کور / خبرونه / افغانستان / استاذ سیاف د طالبانو په اور بند خفګان ښکار کړی

استاذ سیاف د طالبانو په اور بند خفګان ښکار کړی

پخوانی جهادی رهبر عبدالرب رسول سیاف نن د اختر تر لمانځه وروسته د طالبانو او حکومت تر منځ د شوي اوربند، د ملي یووالي د حکومت بر اداره کې د ستونزو او راتلونکو ټاکنو په تړاو خپله اوږده چوپتیا ماته کړه.
هغه وویل، د بهرنیانو او د هغوی د ملاتړو افغان امنیتي ځواکونو پر ضد دطالبانو جګړه حرامه ده او باید دې جګړې ته قطعاً د پای ټکی کیښودل شي.
هغه وویل؛ “د دواړو لوریو تر منځ پر شوي اوربند خوښ نه یم ، طالبان باید به سملاسي توګه وسلې پر ځمکه کیږدي او د سولې له پروسې سره دې یوځای شي.“
نوموړي زیاته کړه “ پر ګډو سوله ساتو ځواکونو هر ډول چاودنې حرامې دي، او خلک باید د روان جنګ د بندیدو پریکنده تصمیم ونیسي.
هغه ارګ په تفرقه اچونه تورن کړ او زیاته یې کړه ، چې په دولتي بنسټونو کې نور د غني له خوا د ملت او قوم په نوم نفاق اچونه د منلو نه ده.
سیاف وویل؛ اشرف غني او اداره یې په انتخاباتي کمیسیونونو، د رایو په جعل کاري او د نوماندانو څخه په ملاتړ کې ښکیل دي او باید نور د دې کړنو د تر سره کیدو مخه ونیول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: