دوشنبه , مارچ 18 2019
کور / خبرونه / پاکستان / اسدالله خالد: جنرال رازق د پاکستان استخباراتي ادارې ای ایس ای “ISI” وژلی دی

اسدالله خالد: جنرال رازق د پاکستان استخباراتي ادارې ای ایس ای “ISI” وژلی دی

د افغانستان د ملي امنیت ادارې پخواني مشر اسد الله خالد د طلوع نیوز سره په مرکه کې وويل چې د جنرال عبدالرازق د وژلو پلان د پاکستان ای ایس ای له لوري جوړ شوی وو، د ده په خبره چې دلته بل هیڅ پټ لاس نشته ځکه د رازق او ای ایس ای جګړه تازه نه بلکې له ډير پخواڅخه پیل شوې وه او د پاکستان په مقابل کې يې کفن پر سر تړلی و او د وطن دفاع ته يې لاس بډ وهلي و.

اسد الله خالد زیاتوي چې: دا زما لپاره ډېره ګرانه ده چې د خپل یوه ګران ورور، نیږدې دوست، او داسې کس چې کلونه مو نیږدې کار سره کړی و خبرې وکړم، واقعاً د هغه مرګ ودردولم.
خالد په دې باور دی چې د رازق ځای به خالي پاتې نشي او ده د کندهار د ځوانانو او د رازق د ملګرو پوهه او استعداد ستاینه وکړله او زیاته يې کړه چې د هغه د سنګر ملګري به د رازق ارمانونه پوره او د هغه لارې به تعقیبوي.

د ملي امنیت دغه پخوانی مشر چې د خپل نیږدې ملګري عبدالرازق په وژنه ډير خپه دی وايي چې رازق په وطن مین انسان او ددې خاورې رښتیني بچی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: