سه شنبه , سپتمبر 29 2020
کور / خبرونه / افغانستان / اسد الله پویا په خپل زوی “ډونلډ ټرمپ” نوم کیښود

اسد الله پویا په خپل زوی “ډونلډ ټرمپ” نوم کیښود

سید اسدالله پویا، چې د دایکونډي ولایت اوسیدونکی دی په خپل زوی باندی د امریکایی ولسمشر “ډونلډ ټرمپ” ایښی.پویا د ډونالډ ټرمپ تر څنګ دوه نور ماشومان هم لري وایي چې” د ډونالډ ټرمپ د نوم د ایښودلو انګیزه دا وه، چې وړاندې ما د هغه کتابونه، د بریالیوب راز، څنګه شتمن شو، څنګه مونږ غواړو چې تاسو شتمن شئ، دا کتابونه تقربیآ ټول یې د بریالیوتوبونو رازونه لري او بله دا چې د هغو ښو تیروکارنامو له امله چې هغه لرلي، پریکړه مې وکړه، چې پر خپل ماشوم د ډونالډ ټرمپ نوم کیږدم”.

افغان ټرمپ اوس یو نیم کلن دی پلار یی وایي چې د نوم د ایښودلو پریکړې یې په ټولنه کې منفي غبرګونونه راپارولي او په دولتي ادارو کې هم د خپل ماشوم د نوم د ثبتولو پر وخت د افغان مامورینو ښه چلند نه دی ورسره کړی.

پویا د امریکایي ولسمشر “ډونلډ ټرمپ” نه غوښتنه کړې چې افغانستان کې د امنیت په ټینګیدو کې مرسته وکړي او زیاته کړې یي ده چې کومه شخصي غوښتنه چې لرم یې د خپلې کورنۍ ( د کوچني ټرمپ) سره یو ځای د امریکا د جمهور رئیس ډونالډټرمپ سره یو ځل وګورو”.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: