شنبه , اکتوبر 24 2020
کور / خبرونه / اسرائيلي الوتکو دمشق په بمبار کې ګڼ شمېر پوځ ته مرګ ژوبله اړولې

اسرائيلي الوتکو دمشق په بمبار کې ګڼ شمېر پوځ ته مرګ ژوبله اړولې

د سوریې رسمي خبري اژانس سانا ویلي، اسرائيلي الوتکو پلازمیني دمشق ته نژدې پر کسوه سیمه توغنديز بریدونه کړي چې دافع هوا ځواکونو دوه توغندي شنډ کړي دي.

د سوریې د بشري حقونو سازمان وايي، بریدونه تېره شپه شوي چې یو پوځي مرکز پکې په نښه شوی دی.

یاد سازمان څرګنده کړې، په برید کې ۱۵ تنه وژل شوي چې ۸ تنه یې ايرانیان او پاته يې د رژیم اړوند ملېشې دي.

دا برید وروسته تر هغه وشو چې د امریکا ولسمشر د ایران له اټومي تړون څخه د خپل هیواد د ايستلو خبر ورکړ.

ځینو سرچینو ویلي، په دې برید کې یوازي مالي زیانونه اوښتي او څوک پکې ټپیان شوي نه دي.

د دې بریدونو په اړه اسرائيلي نیواکګرو څه ویلي نه دي.

اسرائيلي الوتکو په تېر اپريل میاشت کې پر سوریې دوه ځله هوايي بریدونه ترسره کړل چې اسرائیلو هغه بریدونه نه رد او نه هم ومنل.

ایراني چارواکو وړاندې د بريدونو پړه پر اسرائیلو ور اچولې او خبرداری يې ورکړی چې پر خپلو مرکزونو د بريدونو غچ به اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: