یکشنبه , فبروري 28 2021
کور / خبرونه / اسرائيل روسیې ته ګواښ کړی دی

اسرائيل روسیې ته ګواښ کړی دی

اسراییل روسیې ته د هغې پرېکړې له امله خبرداری ورکړی چې پرون یې وویل غواړي سوریې ته د توغندیو هوایي دفاعي پرمختللی سیستم ورکړي. د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ولسمشر پوتین ته خبرداری ورکړی چې دا اقدام به دغه جګړه ځپلې سیمه نوره هم بې ثباته کړي. دواړو مشرانو د دوشنبې په ورځ پر ټلفون خبرې کړې دي. د نتانیاهو دفتر ویلي، ده پوتین ته ویلي، چې پرمختللی د هوا دفاعي سیستم غیر مسؤلانه لاسونو ته ورکول به په سیمه کې ګواښونه زیات کړي. هغه ویلي، اسراییل به د خپل امنیت او ګټو دفاع ته دوام ورکړي او په سوریه کې به ایراني نظامي اهداف هم په نښه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *