جمعه , اکتوبر 30 2020
کور / خبرونه / اسراییلو پر سعودي عرب د جاسوسۍ سیسټم پلورلی

اسراییلو پر سعودي عرب د جاسوسۍ سیسټم پلورلی

اسراييلۍ ورځپاڼې «يروشليم پوسټ» خبر ورکړی چې اسراييلو پر سعودي د ۲۵۰ مليون ډالرو په ارزښت د جاسوسۍ يو سيستم پلورلی دی.

ورځپاڼې له «خليج اون لاين» نه په نقل ويلي، چې دا سودا د دواړو لوري تر منځ له يوې پټې ليدنې وروسته شوې او سعودي ته د دغې تکنالوژۍ لېږد په کې شامل دی.

ورځپاڼې زياته کړې ده، چې دا اسراييلو کې تر ټولو پرمختللی جوړ شوی جاسوسي سيستم دی چې د لومړي ځل لپاره پر يوه عربي هېواد پلورل کېږي.

سرچينې ټينګار کړی چې دا سيستمونه سعودي ته رسېدلي او اوسمهال فعال دي، چې چلوونکي يې روزل شوي سعوديان دي. يروشليم پوسټ دې ته اشاره کړې چې د اسراييلو او سعودي تر منځ دا لومړۍ همکاري نه ده.

راپور دا هم څرګنده کړې چې دواړو هېوادونو د واشنګټن او لندن غونډو کې ستراتيژيک پوځي معلومات سره شريک کړي دي او امريکايي اداره د دې ټولو غونډو پر پايلو خبره وه.

راپور زياتوي چې متحده عربي اماراتو نږدې يو کال وړاندې د جاسوسۍ پرمختللی سيستم او نوې اسراييلۍ جاسوسي الوتکې ترلاسه کړې وې، خو سعودي پېرلی دا سيستم ډېر پرمختللی او دقيق دی.

شنونکي څرګندوي چې د عربي هېوادونو او په ځانګړي ډول د سعودي له لوري اسراييلو سره ډېرې نورې معاملې ښايي لا هم پټې وي او دا هر څه ښيي چې سعودي او عرب هېوادونه اسراييلو ته ډېر نږدې شوي دي. په وروستيو کې د سعودي، مصر او عمان په ګډون ګڼو عربي هېوادونو ټينګار کړی چې اسراييل بايد نور د يوه هېواد په توګه وپېژندل شي. يوې اسراييلۍ ليکوالې څو ورځې وړاندې څرګنده کړه چې محمد بن سلمان هغه عرب مشر دی چې اسراييلو يې ۵۰ کاله انتظار کړی دی.

خو فلسطينيان او نور عرب ولسونه اسراييلو سره د عرب چارواکو له نږديکته اندېښمن دي او نيوکې پرې کوي، هغوی دا د عرب چارواکو له لوري د فلسطين پر قضيه د شا له لوري د خنجر ګوزار بللی دی.

2 تبصرې

  1. a flop appreciate of overdose and penicillins in the high. cialis is over 15,000 practical stocks in AppleГђ ГђВ†s App Creature alone.

  2. Posted at 2020.07.19 13:03:59 by buy cialis without a prescription Correction online at the FDA letters that this is uneven.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: