جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / پاکستان / اسفندیار ولي خان: هیڅکله به د مبارزې میدان خالي پرې نه ږدو

اسفندیار ولي خان: هیڅکله به د مبارزې میدان خالي پرې نه ږدو

د عوامي نيشنل ګوند مرکزي مشر اسفندیار ولي خان وایي، په هیڅ صورت له میدانه نه تښتي. نوموړي یادې څرګندونې له خپلو پلویانو سره په خبرو کې کړې دي. هغه ویلي، چې ټول دښمنان دې دا خبره په ډاګه واوري، چې دوی په هيڅ صورت له مېدانه نه تښتي. نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې تېر شپه د عوامي نیشنل ګوند په استازولۍ د پاکستان پارلماني ټاکنو ته نوماند هارون بشير بلور په یو ځانمرګي بريد کې ووژل شو. اسفندیار زیاته کړې، چې یاد بریدونه ښیي چې راتلونکې ټاکنې به هیڅ رڼې نه وي او په دې اړه د خلکو اندېښنې په پراخېدو دي، چې د پاکستان لپاره به ښې پایلې ونه لري. هغه په ټینګار سره وویل، چې دوی په هیڅ صورت میدان نه پرېږدي، بیا به هم ټاکنیزې غونډې کوي او بیا به هم ټاکنو ته راوځي. د ویلو ده چې پر بیلور د تېرې شپې شوي برید پړه پاکستاني طالبانو پر غاړه اخیستې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *