په پاکستان کې د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندریا ولي خان وايي، د ټرمپ جنګي ستراتېژي د ډېورنډ غاړي د دواړو لوریو ولسونو پر زیان ده. نوموړي چې خپلو پلویانو ته خبرې کولې وویل، د امریکا نوې ستراتېژي د پښتنو لپاره بشپړه تاواني ده. هغه وايي د ټرمپ د نوې ستراتېژۍ د اعلان له پیله تر اوسه ښکاره شوې، چې لوی تاوان يې د ډېورنډ دواړو لوریو ولسونو ته رسېدلی دی. اسنفديار ولي خان پخپلو خبرو کې د پاکستان او افغانستان پر اړیکو هم تبصره وکړه او ويې ويل چې دا دواړه هېوادونه دې د خبرو له لارې خپلې ستونزې حل کړي. هغه د کابل د شنبې بريد په اړه هم خواشيني وښوده او ويې ویل چې د ولسي وګړو وژنه باید وغندل شي. دغه پاکستانی سیاستوال په داسې حال کې د ټرمپ پر ستراتېژۍ تازه نیوکه کوي، چې امريکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه پخپل ټویټ کې ویلي، له طالبانو سره خبرې نه کوي. وړمه ورځ واشنګټن پوسټ د کابل د یوې اوونۍ بريدونو په تړاو په تبصره کې پر امریکايي سیاستوالو غږ وکړ، چې دا ستراتېژۍ بريا ته نه شي رسېدلی.
