پنجشنبه , نوومبر 26 2020
کور / خبرونه / پاکستان / اسلااباد:افغان حکومت سره سمې اړیکې جوړو د امریکا سره په همکاریو پښېمانه یو

اسلااباد:افغان حکومت سره سمې اړیکې جوړو د امریکا سره په همکاریو پښېمانه یو

له امریکا سره پر خپلو همکاریو پښېمانه یو له افغانستان سره سمې اړیکې جوړوو. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف ویلي چې پاکستان پر خپلو ځینو تېرو کړنو پښېمانه دی او اوس غواړي د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو یو نوی باب پرانیزي. خواجه آصف ویلي دوی هڅه کوي له افغان حکومت سره خپلې اړیکې سمې کړي او د سولې په برخه کې همکاري وکړي. دده په خبره پاکستان په سیمه کې یو ستراتيژيک هېواد دی او امریکا تل د خپلو ګټو لپاره کارولی دی. خواجه آصف زیاته کړې، له امریکا سره د متقابل احترام پر بنسټ اړیکو ته ژمن دی خو نور به اجازه ور نه کړي چې له دغه هېواد د خپلو ګټو لپاره کار واخلي. نوموړي ویلي په پاکستان کې د امریکا ضد فکر په پراختیا دی او پاکستانی ولس د امریکا د کړنو او پرېکړو خلاف دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: