د حزب اسلامي امیر ګلبدین حکمتیار ویلي،دد دواړو ګوندونو تر منځ د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه خبرې شوي او ممکن ګډ انتخاباتي ټکټ ټيم رامنځ ته کړي.
دوی یو ځل بیا ټينګار کوي چې ګوندونه به په ګډه د هغو ټاکنو مخه ونیسي چې خلک پکې له رایو ورکولو محروم وي او یا درغلي پکې کېږي.
د حزب اسلامي او جمیعت ګوندونو تر منځ پخوانیو مخالفتونو ته په کتو،دا ځل ښکاري،چې د وروستي ایتلاف په جوړیدو دواړه ګوندونه ملګرتیا او ګډ کار ته نږدې شوي دي.
د اسلامي حزب مشر وايي، جمیعت ورسره د پخوانیو تجربو د نه تکرار تړون لاسلیک کړی او د ټاکنو په ګډون په ګڼو مسایلو یې هوکړه کړې ده.