سه شنبه , جنوري 26 2021
کور / پوهنه / اسلامي پوهنتون له ننکرهاره کابل ته په انتقالېدو مسلمیار غبر ګون ښودلی

اسلامي پوهنتون له ننکرهاره کابل ته په انتقالېدو مسلمیار غبر ګون ښودلی

په ننګرهار کې نړيوال اسلامي پوهنتون چې په ۱۳۹۲ لمريز کال کې منظور شوی و او د غازي امان الله خان ښارګوټي ترڅنګ ورته ۱۰۰۰ جريبه ځمکه هم ځانګړې شوې او د بنسټ ډبره يې هم ايښودل شوې وه.
اوس وزيرانو شورا پرېکړه کړې چې ياد پوهنتون به د ننګرهار پر ځای کابل کې جوړيږي چې خو د مشرانو جرګې رييس فضل مسلميار وايي، موږ د وزيرانو شورا دا غير عادلانه پرېکړه په هيڅ صورت نه منو او نه چاته اجازه ورکوو چې دا ستره تعليمي، حياتي او لوړ ارزښت لرونکې پروژه زموږ له سيمې کابل ته انتقال کړي.
زه د ننګرهار او ختيځ له ولسونو سره ژمنه کوم چې ددې موضوع په اړه د اړوند وزارتونو او ادارو مسوولينو سره رسمي ناسته او مجلس ولرم او په جدي توګه به ياده موضوع ورسره تعقيبوم.
ډاډ درکوم لکه څنګه چې د ياد پوهنتون د بنسټ ډبره ننګرهار کې ايښودل شوې هملته به جوړيږي او د ختيځو ولسونو د حق تلفۍ اجازه هيچاته نه ورکوم او نه دې څوک دا فکر کوي چې دا معنوي ارزښت به د علم ادب او فرهنګ له زانګو لوی ننګرهار څخه کابل ته وليږدوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: