شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / اسلام اباد څخه دعیاشۍ او فحاشۍ ستره اډه جوړه شوې ده

اسلام اباد څخه دعیاشۍ او فحاشۍ ستره اډه جوړه شوې ده

د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد څخه د عياشۍ او فحاشۍ لويه اډه جوړه شوې ده. دا خبرې بل چا نه، د پاکستان سترې محکمې کړي دي.د پاکستان د سترې محکمې قاضي شوکت عزيز صديقي پر پوليسو سخت قهرجن شوى دى. نوموړي د اسلام اباد پوليسو مشر محکمې ته غوښتى او ورته يې ويلي دي، چې تاسو خپل کار په سمه توګه نه ترسره کوئ او يو شمېر هدايات يې هم ورته ورکړي دي.د سترې محکمې قاضي شوکت عزيز صديقي د اسلام اباد پوليسو مشر ته ويلي دي، چې له ټول ښار څخه د جرمونو، نشه يي موادو، فحاشۍ او عياشۍ اډه جوړه شوې ده. هغه همدا راز ويلي دي چې پوليسو تراوسه پورې د شراب خانو او قمارخانو پر ضد کوم کوټلي ګامونه نه دي پورته کړي.همدا راز د سترې محکمې قاضي د پوليسو يو شمېر نور مشران هم د سه شنبې په ورځ محکمې ته ورغوښتي دي.هیره د نه وې د اسلام اباد د عیاشۍ نه علاوه په پاکستان کې داسي نوري زیاتي سیمې شته چې پکې د عیاشۍ اډې په رسمي تو ګه فعاله دې چې یو ښه مثال یي په لاهور ښار کې هېره منډې ده چې د دغه دړلت لخواه ورته رسمې جواز ورکړل شوی دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *