دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / بين المللي / اسلام ته په سپکاوي تورن ویلډر وایي هالنډ باید د اسلام نه پاک کړو!

اسلام ته په سپکاوي تورن ویلډر وایي هالنډ باید د اسلام نه پاک کړو!

دهالنډي مطبوعاتي سرچینو په وینا چې د همدې هیواد افراطي او اسلام دښمنه سیاستوال( ګیرټ ویلډر) هالنډ کې په اسلامي ویناوو د بندیز لګولو لپاره پارلمان ته د قانوني ممانعت طرحه وړاندې کړه. دهالنډ داسلام دښمن سیاست وال پارلمان ته وړاندیز کې ویلي چې « هالنډ باید د اسلام نه پاک کړو ځکه چې اسلام په هالنډ کې ځای نلري. هغه داهم ویلي چې اسلام دنفرت اوترهګرۍ دین دی، (نعو‌‌ذباالله ) باید په وړاندې یې مبارزه وشي او هالنډ څخه دتل لپاره داسلام څرک لیري شي. د همدې امله غواړم چې په هالنډ کې په اسلامي ویناګانو بندیز ولګول شي . د همدې په خاطر مو پارلمان ته د قانون طرحه وړاندې کړه باید له پوره غور کولو وروسته عملي شی. دهغه په مطرح شوي وړاندیز لیک ویل شوي چې په آذان ،،جومات ،ښوونځۍ ،قران کریم او بورقي(چادرۍ) باندې بندیز ولګول شي چې دابه دنورو هیوادونو په پرتله لومړی اقدام وي اوباید نورو هیوادونه دا تمثیل وګرځوي. خو داسلام دښمنه سیاستوال په وړاندې دهالنډ پارلمان سخت غبرګون ښودلی اودایې ددې هیواد له اساسي قانون سره ټکراوجکړه بللې چې د ادیانو ازادي ته په کې زیان بلل شوی دی. هغوی ویلي چې ددې قانون ماتول به په یاد هیواد کې غبرګونونه نورهم راوپآروي اوپه اسلامي نړۍ کې به د دوی هرڅه له نابودۍ سره مخ شي اودادیانو دجګړې لړۍ به پیل شي،چې دورستي نړۍ وال جنګ نوم ورکول شوی دی،خوهغوی ویلي چې دې قانون ته دوی درناوی لري اواساسي قانون یې تضمین کوي. په دې اړه هالنډ کې نورو سیاسي ګوندونو هم غبرګون ښودلی او داپریکړه یې داساسي قانون او دمذهبي جګړې لامل بلل دی . په همدې اړه د هالنډ په پارلمان کې د یو سیاسي ګوند استازي او ګوندي اجلاس رئیس توناخان کوزو د ویلډرز په غبرګون کې وویل « ویلډرز ۱۴ کاله کیږي چې عینې ترانه غږوي. که چیرې ۱۴ کاله نوره هم دا ترانه وغږوي هیڅ شی به ترلاسه نکړي. هر زمان به دده په مقابل کې د یو قوي دیوار په څیر ودریږو. هغه وویل چې د ویلډرز سیاسي میراث خونړی دی. په تیرو ۱۴ کلونو کې په هیواد کې افراطیت او اسلام دښمني کچه د پام وړ لوړه شوې ده . لکه څرنګه چې پوهیږۍ پدې دوره کې په یو زیات شمیر جوماتونو او مسلمانانو بریدونه شوي دي. هغه وویل چې په ۲۰۱۱ کال کې د ترسره شوې نظرپوښتنې په پایله کې ویل شوي وو چې د ویلډرز د ګوند ۲۵ سلنه غړي خپلو اهدافو ته د رسیدو په خاطر شدت او تاوتریخوالي ته چمتو دي. خوپه دې اړه لاتراوسه اسلامی نړۍ غبرګون نه دی ښودل البته ګمان کیږي چې مسلمانان به سخت عکس العمل وښيي اونړۍ والې غوسي به راوپاروي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *