یکشنبه , سپتمبر 23 2018
کور / خبرونه / افغانستان / اشرف غني:افغانستان کې فعال ترهګر یوازې افغانستان ته ګواښ نه دي بلکې ټولې نړۍ ته ګواښ دي

اشرف غني:افغانستان کې فعال ترهګر یوازې افغانستان ته ګواښ نه دي بلکې ټولې نړۍ ته ګواښ دي

افغانان د نړیوال امنیت لپاره د ترهګرۍ ضد جګړې په لومړۍ کرښه کې دي. ولسمشر غني په بروکسل کې له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې په افغانستان کې فعال ترهګر یوازې افغانستان ته ګواښ نه دي بلکې ټولې نړۍ ته ګواښ دي. دده په خبره که نړیوال افغانان یوازې پرېږدي، نو برېتانیا، المان یا امریکا ددغه پدېدې له شره په امان نه شي پاتې کېدلی. هغه همدا راز ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د روانې ستونزې د حل یوازینۍ لار د سولې خبرې دي. د ولسمشر غني په وینا اوس هر څه بدل شوي دي، د څو مخکینیو کلونو په پرتله اوس د طالبانو او حکومت ترمنځ یو څه باور او د رغنده خبرو امکان پیدا شوی دی. ولسمشر غني همدا راز ټینګار کړی، چې د امریکا تګلاره په افغانستان کې ګټوره تمامه شوې ده او د ترهګرو د ځپل کېدو سبب شوې. هغه په افغانستان کې دداعش ډلې د فعالیتونو په اړه ویلي، چې دغه ډله نړیوال امنیت ته خطر ده او افغانستان ورته د فرصتونو هېواد ښکاري. ولسمشر غني پر نړیوالو غږ کړی، چې د
ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن شي او په دې برخه کې د افغان حکومت ملاتړ وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *