د ملګرو ملتونو د افغانستان د وضعیت ارزونې پلاوی وایي، چې د ملي وحدت حکومت له پیله تر اوسه لږ تر لږه ۴۰۰۰۰کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او نږدې ۱۳ میلیونه وګړي بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. یادې څرګندونې پرون د ملګرو ملتونو لوړپوړي پلاوي د افغانستان د وضعیت ارزونې وروسته کړې دي. د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال مارک لاوکاک وویل، چې د ملي وحدت حکومت له پیله تر اوسه په افغانستان کې شاوخوا ۴۰زره کسان وژل شوي او یا ټپیان شوي دي. ملګري ملتونه په داسې حال کې د مرګ ژوبلې د ډېرېدو خبره کوي چې اوس هم د هېواد په بیلابیلو سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ وسله والې نښتې روانې دي او وخت پر وخت د دې پراخو بریدونو ویرې د هېوادوالو ذهنونه نا ارام کړي دي. دا په داسې حال کې ده، چې یاد پلاوي دغه راز ویلي و، چې په افغانستان کې د وچکالۍ له امله هم په زرګونو خلک بې ځایه شوي او شاوخوا ۱۳میلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.