جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / اشرف غني: باید هېڅوک له قانون څخه سرغړونه ونه کړي

اشرف غني: باید هېڅوک له قانون څخه سرغړونه ونه کړي

دافغانسن ولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي هیڅوک باید له قانون څخه پورته عمل ونهکړي، هیڅ دولتي لوړ پوړی کارمند حق نه لري چېاقتصادي ګټې ولري او د ملي شورا هیڅ غړی حق نهلري چې کمپنۍ ولري، نو دوی دې مداخله نه کوي.

هغه وایي افغانستان کې به پخوا په هر قرارداد کېفساد، بې قانوني او بي غوره موجوده وه، خو نناکثریت قراردادونه لږې ستونزې لري.

نوموړي دغه خبرې تیره ورځ د قاطع اصلاحات، دشفافیت بنسټي کول ترنامه لاندې د ملي تدارکاتوکنفرانس ته خپله وینا کې کړي دي.

اشرف غني وویل وویل، د ملي تدارکاتو اداره په یوېبشپړې مسلکي ادارې بدله شوې ده چې یوازېشفافیت او تعهد ورته مهم دی او هیڅ کار په کې دسلیقې په اساس نه کېږي

ولسمشر په ټینګار سره وویل چې شفافیت زموږ مليژمنه او ملي اړتیا ده او زیاته یې کړه، موږ د اقتصاديسقوط څخه درې سلنې ودې ته رسېدلي یو او دا دبېوزلۍ دوام دی، افغانستان باید ۹سلنې اقتصاديودې ته ورسېږي چې دا له اغیزناکې پانګونې پرتهامکان نه لري.

ښاغلي غني وویل، لویې طرحې له عملي مدیریتپرته نتیجه نه ورکوي د حکومت رهبري ځکه خپلوخت په تدارکاتو لګولی دی چې د ملت او دولتترمنځ د باور فضا رامنځته شي.

په دې کنفرانس کې د تېرو درې نیمو کلونو په اوږدو کې د عامه تدارکاتو په برخه کې په لاسته راوړنو،په اداره کې تشکیلاتي تغییرات، د کانونو په قراردادونو کې اسانتیاوې،د پنځوس میلیارد افغانیو حدودو کې په سپما، د تدارکاتو په حقوقي او اقتصادي بنسټ، د تدارکاتو مسلکي کول او د بشري منابعو پر ظرفیت لوړولو، بحث او خبرې وشوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *