څو ساعته وروسته له دې چې ارګ د اوبو او انرژۍ وزیر، علي احمد عثماني له دندې ګوښه کړ، د ملي یووالي حکومت اجرايي رییس وویل چې عثماني به خپلې دندې ته ادامه ورکوي. ارګ تېره ورځ یو فرمان خپور کړ او پکې ویل شوي وو، چې د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني د قانون له مخې له دندې ګوښه کړل شوی دی او پر ځای یې ددغه وزارت مرستیال د سرپرست په توګه ګومارل شوی دی. تر دې فرمان وروسته اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله بیا پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي، چې عثماني به د وزیر په توګه خپلې دندې ته ادامه ورکوي. عبدالله عبدالله د اوبو او برېښنا وزیر په چارو کې بریالی کس بللی دی او وایي چې هېواد ته د ولسمشر له راتګ وروسته به د عثماني په اړه پرېکړه وشي.
